پاکستاني پوځیان وایي، چې په بلوچستان کې تېره شپه د عملیاتو پرمهال یو عسکر وژل شوی، یو ټپي شوی او لږ تر لږه شپږ مخالف وسله وال وژل شوي.
پوځیانو نن په یوه بیان کې ویلي دي، چې دوی دا عملیات وروسته تر دې پیل کړل چې خبر یې ترلاسه کړ چې وسله وال د کېچ او پنجګور ترمنځ په موټرسایکلونو سپاره دي.
په بلوچستان کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي له دوه زره څلورم کال راپه دې خوا د خپلې خپلواکۍ لپاره وسله واله مبارزه کوي.
په بلوچستان کې د بشري حقونو د ډلو په وینا په سلګونو کسان تري تم شوي، نیول شوي یا هم د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له لورې وژل شوي دي.
ګڼ شمېر بلوڅ ملتپال پر پنجاب تور لګوي، چې له بلوچستان سره د یوې مستعمرې په توګه چلند کوي او د دوی د انرژۍ او کانونو زېرمې غلا کوي.