اوکراین د روسیې د هغې ادعا په اړه څېړنې پیل کړي دي، چې وايي د اوکراین پوځ د ختیځې دونېڅک سیمې پر یوه زندان برید کړی.
کییف دا ادعا رد کړې ده.
په دې پېښه کې هغه ۴۰ تنه بندیان وژل شوي دي، چې پر ماریوپول ښار د جګړې پرمهال اسیران شوي وو.
د روسیې د دفاع د وزارت او په دونېڅک کې د روس پلوو بېلتونپالو له خوا په ورکړل شویو راپورونو کې چې تایید شوي نه دي، ادعا شوې چې د اوکراین پوځ دا زندان د امریکا د پرمختللي هیمارس توغندي په وسیله په نښه کړی دی.
خو د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستردرستیز په یوه بیان کې وویل، د روسیې دا ادعا د هغه حقیقت د پټولو لپاره کوي، چې په دې زندان کې د اوکرایني اسیرانو پر وړاندې روان دي.