د بندیانو تبادلې په اړه د امریکايي او روسي چارواکو خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

ارشیف: د عکس ښي لور ته سیرګي لاوروف او چپ لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکين

د بندیانو د احتمالي تبادلې په اړه د امریکا او روسیې د بهرنیوچارو د وزیرانو په پرونیو خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

انتوني بلېنکين او سیرګي لاوروف په پرونیو ټیلیفوني خبرو کې د هغو بندیانو پر تبادله خبرې وکړې، چې ښايي د امریکا د باسکټبال نامتو ستورې بریتني ګرینر او د روسیې د وسلو د سوداګر ویکتور بوت هم پکې شامل وي.

بلېنکين پرون د جولای ۲۹مه دا خبرې سپینې او مستقیمې وبللې، چې تر هرڅه مخکې د بندي شویو امریکايي وګړو پر خوشې کېدو متمرکزې وې.

پر ګرینر سربېره بلېنکين ویلي دي، چې متحدایالات د امریکا د سمندري ځواکونو د پخواني سرتېري پاول وېلان پر خوشې کېدو هم ټینګار کوي.