مالدوا کې د دوو نورو مياشتو لپاره بېړنۍ حالت تمديد شو

د مالدوا پارلمان

د مالدوا پارلمان په دغه هېواد کې بېړنی حالت د دوو نورو میاشتو په مخه تمدید کړ.

صدراعظمې نتالیا ګاورلیتا پارلمان ته وویل چې د انرژي، د سرحد د امنیت او د اوکرایني کډوالو د ور ماتېدو په برخو کې په دوامدار ډول خطر شته.

بېړنی حالت به د اګست له اتمې د اکتوبر تر اتمې ادامه پيدا کړي.

وروسته تر دې چې روسیې د فبروري په میاشت کې پر اوکراین حمله وکړه شاوخوا پنځه لکه اوکراینیان مالدوا ته کډوال شول او نژدې یو لک تنه یې لا هم په دغه هېواد کې مېشت دي.

مالدوا پر اوکراین د روسیې له برید څخه دوې ورځې وروسته بېړنۍ حالت اعلان کړی و چې بیا یې په اپریل کې تمدید کړ او اوس یې د شپېتو نورو ورځو په مخه وغځاوه.