مسکو: تېره شپه په يوې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله اته کسان مړه شوي

ارشيف

په مسکو کې تېره شپه په یوه پنځلس پوړه مېلمستون کې د اور لګېدو له امله اته تنه مړه شوې دي او څلور تنه په روغتون کې بستر شوې دي.

د چارواکو په وینا دا مېلمستون د مسکو په جنوب ختیځ کې دی او د پېښې جنایي تحقیقات پیل شوې دي.

د بېړنیو چارو مسوولان وایي چې اور د دې ودانۍ په لاندني پوړ کې ولګېد او ډېر ژر پورته منزلونو ته ورسېد.

له اور لګېدو وروسته تر دوه سوه ډېر کسان له دې مېلمستون څخه ایستل شوې دي.

مړه شوي کسان ټول کډوال دي.