یوه امریکايي پلاوي له طالب چارواکو سره د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو په اړه خبرې کړې دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د طالبانو له استازو سره په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي توماس ويسټ او د خزانې وزارت مرستیال براين نيلسن حضور درلود.
ټایمز مجلې راپور ورکړی چې په دې خبرو کې د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو د شتمنیو پر خلاصون تمرکز شوی.
د امريکا ولسمشر جوبايډن شاوخوا شپږ مياشتې مخکې ويلي و، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د اوو ميلياردو ډالرو کنګل شويو شتمنيو نيمايي بايد په امريکا کې د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو د قربانيانو کورنيو ته ورکړل شي.