د جمال خاشقجي کوژدنې فرانسې ته د محمد بن سلمان په ورتګ غبرګون ښودلی

د فرانسې ولسمشر او د سعودي عربستان وليعهد

د سعودي عربستان د وژل شوي خبریال، جمال خاشقجي کوژدنې پرون پر دې غوسه وښوده چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د سعودي عربستان د ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان کوربه و.

خدیجه چنګېز (Hatice Cengiz) چې د ترکیې ده، ویلي زه په دې خواشینې یم چې ولسمشر مکرون په ټول درناوي سره زما د کوژدن اعداموونکی د مېلمه په توګه منلی و.

د سعودي عربستان خبریال جمال خاشقجي په ۲۰۱۸م کال کې د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي د اجنټانو له خوا ووژل شو.

د هغه خپلوانو تور لګولی، چې دغه وژنه د سعودي د ولیعهد شهزاده سلمان په امر شوې ده.