ايران کې د سېلابونو له امله اوه کسان مړه شوي

ايران کې د راوتلو سېلابونو يو انځور - ارشيف

د ایران د پلازمېنې تهران په شمال لویدیځ کې تر سختو اورښتونو وروسته بهېدلو سېلابونو ۷ کسان مړه کړي دي.

د ایران سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات شي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې مرستیال مرتضی مراديپور پرون تایید کړه چې دغه اووه کسان په البرز غرونو کې مړه شوي دي.

فارس خبري اژانس ویلي، ۱۴ کسان لادرکه دي او ۹ کسان ټپیان شوي دي.

دولتي اژانس ایرنا راپور ورکړی، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات روان دي.