ايران په اصفهان کې يو تحقيقاتي ريکټور جوړوي

د ايران د اټومي پروګرام يو تحقيقاتي مرکز

ایران وايي په پام کې لري د اصفهان ولایت په اټومي تاسیساتو کې یو نوی تحقیقاتي ري اکټور جوړ کړي او د رغونې دغه چارې به «په څو اوونیو کې دننه» پیل شي.

ایسنا خبري اژانس د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان د مشر محمد اسلامي خبرې را اخیستي، چې ویلي یې دي: "دا کاملاً یوه محلي پروژه ده، چې په ایران کې به د اټومي انرژۍ د تحقیقاتو، ارزونې، ازموینې او تولید لړۍ ته زمینه برابره کړي."

اسلامي، چې په عین حال کې د ایران د ولسمشر مرستیال هم دی ویلي، د ایران په جنوب کې د مناسبونو ساحو د موندلو لپاره څېړنې پیل شوي، خو په دې اړه یې نور توضیحات ورنه کړل.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه د لوېدیځ اندېښنې پر تهران د بندیزونو د لګېدو سبب شوې، چې وروسته نړیوالو قدرتونو د دغه پروګرام د محدودولو لپاره په ۲۰۱۵م کال له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې ایران خپل اټومي پروګرام محدود کړی و.