امير خان متقي په تاشکند کې له بلاول بوټو سره ليدلي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي پرون پنج شنبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل پرون په ټویټر کې لیکلي، چې دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي او بشري همکاریو خبرې وکړې.

ده لیکلي، ښاغلي متقي په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر غوښتنه وکړه، چې اسلام اباد دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لا د دې کتنې په باب څه نه دي ویلي.