ننګرهار: د يو کور چت پرېوتو پېښه کې ۴ کسان مړه شوي او ۳ ژوبل دي

ارشيف

د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتی چې له کبله یې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د باختر اژانس د خبر له مخې دغه پېښه بیګاه د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ په مامند داونۍ سیمه کې په یوه کور کې د واده د مراسمو پر مهال شوې چې لامل يې ورښت او د کور د چت زوړوالی ښودل شوي.

په پېښه کې د یوې کورنۍ ۴ غړي مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي.

څو ورځې وړاندې هم د تېزو بارانونو له کبله د سپین غر ولسوالۍ په ګډون د ننګرهار په یو شمېر نورو ولسوالیو کې سخت سېلابونه راوتلي وو چې د نورو ګڼو زیانونو ترڅنګ یې ۵ تنه وژلي او ۵ نور ټپیان کړي وو.