اغا خان فرهنګي بنسټ د غزني تاريخي ابدې بيا رغوي

غزني کې د اغا خان فرهنګي بنسټ پلاوی

د اغاخان فرهنګي بنسټ چارواکي وايي، لېواله دی، په راتلونکي کې د غزني ځینې تاریخي ابدې بیا ورغوي.

د دغه بنسټ یو پلاوی چې د چهارشنبې په ورځ غزني ته تللی و، هلته یې ځینې لرغوني ساحې وکتل.

د طالبانو تر ولکې لاندې باختر اژانس د راپور له مخې د دغه پلاوي مشري اجمل میوندوال کوله.

د خبر پر اساس ښاغلي میوندوال د هیواد تاریخي ابدې د افغانستان معنوي سرمایه او افتخار وبلل او د هغو په ښې ساتنې یې ټینګار وکړ.