د تهران د هدیرو د تنظیم سازمان وايي هغه ډبرلیکونه یې پوښلي، چې د وفات شویو مېرمن بې پړوني عکسونه پهکې وو.
دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د جولای میاشتې پر پنځمه د اجباري حجاب د قانون د اجرا امر وکړ.
تر دغه اعلان وروسته ایراني چارواکو ښځو ته وویل، هغه څه دې رعایت کړي چې اسلامي حجاب بلل کېږي، که نه له دولتي ادارو، بانکونو او ټرانسپورټي خدماتو به برخې شي.
د بهشت زهرا په نوم د تهران د تر ټولو لویې هدیرې مسوولان وايي چې تر اوسه یې ۹۸ ډبرلیکونه چې د مړو شویو ښځو بې حجابه عکسونه ورباندې لګېدلي وو، پټ یا هم اصلاح کړي دي.