د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د سې شنبې په ورځ له ریاض څخه یونان او فرانسې ته روان شو.
د سعودي عربستان دولتي اژانس راپور ورکړی، چې شهزاده سلمان به د یونان او فرانسې له رهبرانو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او نورو مسایلو خبرې وکړي.
وروسته له هغې چې د سعودي عربستان یو منتقد خبریال جمال خاشقجي په ۲۰۱۸م کال په ترکیه کې د سعودي د اجنټانو له خوا ووژل شو، دا لومړی وار دی چې د سعودي عربستان یو چارواکی د اروپايي ټولنې یوه غړي هېواد ته سفر کوي.
دا وژنه د دې سبب شوه، چې د سعودي عربستان پر ولیعهد پراخ انتقادونه وشي، ځکه په راپورونو کې ویل شوي چې دا وژنه د شهزاده سلمان په امر شوې وه.