پوتين او اردغان د اګست مياشت کې ليدنه کوي

د روسيې د ولسمشر ويلاديمير پوتين او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان د ليدنې انځور - ارشيف

ټاکل شوې د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین د اګست میاشتې پر پنځمه له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په بندري ښار سوچي کې وګوري.

د دواړو هېوادونو جمهوري ریاستونو پرون سې شنبه تایید کړه، چې دا پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د دواړو مشرانو دویمه کتنه ده.

روسیې پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل کړ، چې لا هم دوام لري.

له اوکراین څخه د غله جاتو د صادراتو د بیا پیل د تړون لاسلیک ته د مسکو او کییف په هڅولو کې ترکیې مهم نقش ولوباوه.

د غله جاتو دغه صادرات، په اوکراین کې د روسیې د جګړې له کبله شا و خوا پنځه میاشتې بند پاتې وو.

ویل شوي د روسیې او ترکیې ولسمشران به د سوریې پر وضعیت هم خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اردوغان په وروستیو کې د سوریې په شمال کې د خپل هېواد د نویو پوځي حملو خبر ورکړی.

روسیه او ایران په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي.