د افغانستان په ۲۸ ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين کمپاين روان دی

کابل کې د پوليو واکسين تطبيق انځور - ارشيف

د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د فرعي کمپاین روان دی، چې هدف یې ۶ ملیونه او ۷ لکه ماشومانو ته د دغه واکسین ورکول دي.

د طالبانو تر ولکې لاندې روغتیا وزارت ویلي، دغه فرعي کمپاین چې د دوشنبې په ورځ پیل شوی، د څلورو ورځو لپاره دوام کوي.

د وزارت په حواله په دې کمپاین کې به د ۲۴۸ ولسوالیو هغو ماشومانو ته واکسين ورکړل شي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي.

دا هغه ولسوالۍ دي چې د ژمي پر مهال په‌کې کمپاین نه و شوی.

دا مهال د نړۍ په سطحه افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.

علت یې د طالبانو له خوا په مخکنیو کلونو کې د دغه کمپاین مخنیوی بلل شوی دی.