ټاکل شوې نن امريکايي چارواکي او طالب پلاوی پر اقتصادي ستونزو خبرې وکړي

د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی توماس ویست او د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي

ټاکل شوې ځینې لوړ پوړي امریکايي چارواکي نن چهارشنبه (د جولای ۲۷مه) د طالبانو له یوه هیئت سره په کتنه کې په افغانستان کې پر روانو اقتصادي ستونزو بحث وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي چې د ټروریزم او د مالي اطلاعاتو لپاره د خزانې وزارت مرستیال براین نلسن (Brian Nelson) او د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی توماس ویست په تاشکند کې د طالبانو له هیئت سره ګوري چې مشري یې د دوی د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دوی به د هغو اقتصادي ستونزو پر حل بحث وکړي، چې نن سبا افغانان ورسره مخامخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست، امیر خان متقي پرون په ازبکستان کې د تاشکند په کوربه‌توب رابلل شوې غونډې ته په خبرو کې له امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې زېرمه خوشې او پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د افغانستان څه باندې ۹ ملیارده شتمني کنګل شوه.