په زابل کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۴۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت

تېره شپه ناوخته د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د مسافرو یو بس موټر چپه شوی، چې له امله یې څلور کسان مړه شوي او پنځه څلویښت نور ټپیان شوي دي.

چارواکې وايي، د زابل په زیات شمېر سیمو کې سېلابونه راوتلي، چې له امله یې د خلکو کورونه، کرنیزه ځمکې او باغونه یې تخریب کړي دي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زابل راپور