په غزني کې د طالبانو یو مهم غړی وژل شوی

د غزني ښار یوه څنډه

په غزني ولایت کې د طالبانو یو مهم غړی پیراغا صاحب یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

د طالبانو د حکومت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوموړی تېره ورځ په داسې حال کې چې د حج له مراسمو راستون شوی و او کور ته پر لاره و، له ټرافیکي پېښې سره مخامخ شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پیراغا په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو په لیکو کې فعالیت کاوه.

د دغې ټرافیکي پېښې لامل لا روښانه نه دی.