د افغان پناه غوښتونکو لومړۍ جوپه ایټالیا ته ورسېده

د روم ښار یوه څنډه

ایټالیا د ۳۰۰ افغان کډوالو لپاره بشري دهلېز پرانیست او د دې ډلې افغانانو لومړۍ جوپه پرون روم ته ورسېده.

د ایټالیا د بهرنیوچارو وزارت پرون په یو بیان کې وویل چې دا بشري دهلېز د حکومت، مدني ټولنو، خیریه موسسو او نړیوالو سازمانونو له خوا تنظیم شوی دی.

په بیان کې راغلي، چې د دې اقدام هدف له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هغو افغانانو ته چې په خپل هېواد کې تر تعقیب لاندې دي په ایټالیا کې د باعزته او امن ژوند برابرول دي.

د اسوشیتیدپریس خبري آژانس د راپور له مخې ۹ تنه افغانان پرون له تهرانه په یوه الوتکه کې روم ته ورسېدل او تمه ده چې نور ۲۰۰ کسان به د چارشنبې په ورځ له اسلام آباد څخه هلته ورسېږي.

د ایټالوي چارواکو په وینا تمه ده، چې د دې کډوالو درېیمه جوپه به د پنجشنبې په ورځ له تهرانه روم ته ورسېږي.