طالبانو په جلال آباد کې اوو کسانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا وکړه

د جلال اباد ښار یوه څنډه

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په جلال آباد ښار کې اوو کسانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر بېګا ناوخته په یوه بیان کې وویل، د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې درې کسان چې په بیان کې د امنیت اخلالګر بلل شوي، د استخباراتو د ریاست د ځواکونو له خوا وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په بیان کې همداراز د ننګرهار د ملي امنیت د رییس له قوله راغلي، چې د بهرنیو وګړو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان هم له یوه موټر بم، وسلو، ماینونو او چاودېدونکو موادو سره نیول شوي.

په بیان کې د وژل شویو، ټپیانو او نیول شویو کسانو د هویت په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.