د فوټبال پرمختګ جام سیالۍ؛ لومړۍ لوبه ابو مسلم لوبډلې وګټله

ارشیف

په کابل کې د فوټبال "پرمختګ" جام په لومړۍ لوبه کې ابو مسلم لوبډلې ۱-۰ بریا خپله کړه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه لیګ تېره ورځ په کابل کې پرانیستل شو.

د فدراسیون په وینا، دغه سيالۍ چې د فوټبال ودې او پراختيا په موخه ترسره کېږي د څلور ولایتونو پنځه لوبډلې په کې ګډون لري.

په دغو لوبډلو کې له کابل څخه استقلال، فراه نه ابومسلم، لوګر ولایت نه اتحاد او کاپيسا نه پېروزي لوبډلې د ليګ په بڼه لوبې کوي چې د لسو ورځو لپاره به وي.