د ميانمار پوځ څلور ديموکراسي پلوي فعالان اعدام کړي

د ميانمار پوځ

د میانمار دولتي رسنیو نن خبر ورکړ چې د دغه هېواد پوځي حکومت څلور دیموکراسي پلوي فعالان اعدام کړل.

دغه څلور فعالان تېر کال په دغه هېواد کې تر پوځي کودتا وروسته د تاوتریخوالي په کارولو تورن شوي وو.

په اعدام شویو کسانو کې د میانمار د لیرې شوې مشرې آنګ سان سوچي په مشرۍ د ډیموکراسۍ د ملي لیګ پخوانی قانون جوړونکی فیو زیا تاو او د ډیموکراسۍ پلوه فعال کیو مین یو، شامل دي.

په اعدام محکوم شوي کسان له پوځ سره په جګړه کې د ملېشو په مرسته تورن وو.

د میانمار پوځ تېر کال د یوې کودتا په ترڅ کې واک ترلاسه کړ.

د سیاسي بندیانو سره د مرستې ټولنې په نوم یوې فعالې ډلې ویلي چې د تېر کال له کودتا راهیسې تر ۲۱۰۰ زیات کسان د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.