علي اکبر سخي تېره اوونۍ د پاکستان په ګلګیت بلتستان سیمه کې د نړۍ دویمې لوړې څوکې (کې ټو K2) ته د ختلو پر مهال مړ شوی.
د (هایک او وینچرز افغانستان) د ګروپ په فېسبوک پاڼه چې خپله علي اکبر سخي جوړ کړی و د هغه د ورور راشد سخي په حواله راغلي چې په اسلام اباد کې د افغان سفارت له هڅو سربېره لا د علي اکبر سخي مړی په غره کې پاتې دی.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د دغه وتلي غرختونکي مړی باید دوی ته ورسول شي.