د ارزګان ولايت د امنيه قومندانۍ وياند اغاولي قريشي نن ازادي راډيو ته وویل چاودنه پرون د خاص ارزګان په شيشپر سيمه کې شوې ده.
هغه وايي چاودنه د هاوان د يوې ناچاودې سرګلولې له امله رامنځه شوې ده چې په نتيجه کې دوه کسان وژل شوي.
نوموړی وايي: "تېره ورځ د ارزګان ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ په شيشپر سيمه کې د هاوان د سرګلولې له امله رامنځته شوې چاودنه کې زموږ دوه هېوادوال شهيدان شوي دي."
په ارزګان کې چې په تېرو وختونو کې د تېر حکومت او طالبانو ترمنځ سختې جګړي شوي له امله یې وخت ناوخته دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.