د طالبانو حکومت د اوبلن ګاز واردات ډېروي

ارشيف

د طالبانو حکومت ويلي، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د اوبلن ګاز واردات به له دې وروسته زیات شي.

د طالبانو حکومت د ارګ په ټویټر پاڼه لیکل شوي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت، د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت استازو له ترکمنستان سره ‏د اوبلن ګاز د وارداتو په برخه کې د دغه هېواد د اوبلنو ګاز و د واردوونکو شرکتونو ژمنې تایید شوي او ډېر ژر به عملي بڼه غوره کړي.

د ارګ په ټویټر پاڼه وړاندې لیکل شوي چې له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه مايع ګاز د شوي قرارداد پر بنسټ به د اوبلنو ګاز و واردوونکي شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز چې اوسمهال د افغانستان بندرونو ته‏ رسېدلى دى له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي.

د دوی په خبره، د دې کچې ګاز و په واردېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګاز بیې د پام وړ راټيټې شي.

دا ګام په داسې حال کې پورته کېږي چې دا مهال هم په افغانستان کې د نفتي موادو بیې له بل هر وخته څخه د پام لوړې شوي.