له طالب چارواکو سره د کرام الدين کريم ليدنو غبرګونونه پارولي

د فوټبال فدراسیون مخکینی مشر کرام الدین کریم

د ځینو نجونو فوټبالرو په جنسي ځورونې تورن د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مخکیني مشر کرام الدین کریم او طالب چارواکو لیدنو تُند غبرګونونه پارولي.

کرام الدین کریم په تېر جمهوري نظام کې د ځینو نجونو فوټبالرو په جنسي ځورونې تورن او تر تعقیب لاندې وو.

ده که څه هم په ځان لګېدلي تورونه بې بنسټه بلل خو د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د یو میلیون ډالرو جریمې تر څنګ د تل لپاره له فوټبالي فعالیتونو محروم کړی وو.

همدا اوونۍ هغه د طالبانو د کابل له والي ندا محمد ندیم سره کتلي.

د دې لیدنې عکسونه په خواله رسنیو باندې ګڼو خلکو لاس په لاس کړي او په اړه یې تُند غبرګونونه ښودلي.

طالبان تر دې مخکې هم ګرم بلل شوي چې د سیاسي اشخاصو د تماس د کمېسیون له لارې یې د هغو افغان چارواکو د ورستنېدو زمینه برابره کړې چې په بېلابېلو جرمونو تورن دي او له هېواده تښتېدلي وو.

د طالبانو حکومت لا د کرام الدین کریم او د کابل د والي د لیدنې په اړه څه تبصره نه ده کړې.