د افغانستان د بډمنټون فدراسیون وايي، ټاکل شوې ډېر ژر د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بډمنټون منتخبې سیالۍ پیل کړي.
د دې فدراسیون رییس ارشادالحق نن ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ به په هرات، بلخ او بامیانو ولایتونو کې پیل شي خو د کره نېټې په اړه یې څه ونه ویل.
د نوموړي په خبره، له یادو سیالیو وروسته به د ټول هېواد په کچه د بډمنټون سیالۍ پیل کړي.
د دغو سیالیو موخه د غوره استعداونو پېژندل ښودل شوي.