متقي: نړیوال دې بشري موضوعات له سیاسي مسایلو سره نه تړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اروپايي ټولنې د استازولۍ له شارژدافیر ارنوت پاول سره لیدلي.

په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت شنبه مازیګر خپره کړې لیکل شوي، چې په دې لیدنه کې امیرخان متقي ټينګار کړی چې نړیوال دې بشري موضوعات له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.

متقي همداراز ډاډ ورکړی، چې دوی چاته اجازه نه ورکوي د هېواد دننه یا بهر د نورو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

د اروپايي ټولنې استازولۍ او شارژدافیر ارنوت پاول د دې لیدنې په اړه لا څه نه دي ویلي.

خو د طالبانو په اعلامیه کې د ښاغلي پاول په حواله لیکل شوي، چې ګواکې اروپايي ټولنه غواړي د طالبانو له حکومت سره د رغنده تعامل له لارې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.