په غزني کې د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې

ارشیف

په غزني ولایت کې د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي٬ چې دغه سیالۍ د غزني ولایت د ٩کلپونو همداراز له کابل او لوګر نه يوې لوبډلې په
ګډون سره تېره ورځ پای ته ورسېدې.

د دې ریاست په وینا، دغه سیالۍ چې د یوې ورځې لپاره وې ٨١ ورزشکارانو دیو بل پر وړاندې په بېلابېلو رشتو کې سیالۍ وکړې.

د دې سياليو ترسره کېدو موخه د رزمي ورزشي رشتې لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل او ولايتي سياليو ته لارموندل بلل شوې ده.