د قرغزستان ولسمشر: د افغانستان وضعیت لاهم د اټکل وړ نه دی

د قرغزستان ولسمشر صدیر جباروف

د قرغزستان ولسمشر وايي، دی هیله من دی چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به د افغانستان په برخه کې خپل اقدامات په همغږۍ کې ترسره کړي.

انټرفکس خبري آژانس پرون د قرغزستان د ولسمشر صدیر جباروف له قوله خبر ورکړ، چې پرون د جولای په ۲۲مه یې ویلي، د افغانستان وضعیت لاهم د اټکل وړ نه دی او د ثبات لپاره یې باید هڅې ترسره شي.

تمه ده چې د جولای په ۲۸ او ۲۹ مه به د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې چې قرغزستان یې هم غړی دی، د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم بحث وشي.