د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عصري بسونو تګ راتګ پیلېږي

د تورخم بندر یوه څنډه

راپورونه وايي، چې ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عصري بسونو تګ راتګ پیل شي.

د متحده عربي اماراتو د ګلف نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې په دې اړه موافقه کابل ته د پاکستان د جګپوړي پلاوي د سفر پرمهال شوې ده.

د راپور له مخې د دې بسونو تګ راتګ به د اګست په پای کې د پېښور او جلال آباد او د کوټې او کندهار ښارونو ترمنځ پیل شي.

د پاکستان د سوداګرۍ د وزیر محمدصالح احمد فاروقي په مشرۍ پلاوي تېره اونۍ په کابل کې و، او په کابل کې یې د طالبانو له چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مسایلو خبرې وکړې.