د انګلستان پخوانی لوبغاړی د افغان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی

جاناټان ټراټ

د انګلستان پخوانی توپ وهونکی جاناټان ټراټ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې ټراټ به د ایرلنډ پر وړاندې د افغانستان په راروانه لوبلړۍ کې چې د هېواد له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

دا لوبلړۍ د اګست په نهمه په بلفاست کې پیلېږي او د اګست تر اولسمې نېټې پورې دوام کوي، چې په ترڅ کې یې درې یوورځنۍ او پنځه شل اووریزې لوبې په پام کې نیول شوې دي.