ټاکل شوې نن استانبول کې د اوکراين د غلې د صادراتو په اړه هوکړه لاسليک شي

اوکراين د غنمو د حاصلاتو يو انځور - ارشيف

ټاکل شوې د اوکراین، روسیې، ترکیې او ملګرو ملتونو چارواکي نن په استانبول کې د اوکراین د غلې د صادراتو د بیا پیل هوکړه لاسلیک کړي.

دا خبره پرون د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردغان دفتر کړې ده.

دغو څلور واړو لوریو تېره اونۍ په استانبول کې خبرې وکړې او د تور سمندر له لارې د غلو د صادراتو د بیا پيل معاملې ته نژدې شول.

د اردوغان دفتر ویلي، ټولې خواوې په خبرو کې هوکړې ته رسېدلي، خو نن به یې په لیکلې بڼه لاسلیکوي.

له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، د سمندري بندر له لارې د غلې صادرات درېدلي چې ورسره په ټوله سیمه کې د یو شمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي.