يو شمېر افغانانو له ټوېټر شبکې غوښتي چې د طالبانو حسابونه بند کړي

د ټوېټر لوګو

یو شمېر افغانانو پر ټویټر یو کمپاین پيل کړی او له دغې ټولنیزې شبکې یې غوښتي چې د طالبانو حسابونه بند کړي.

دغه کمپاین د #BanTaliban په نوم پيل شوی او تر پرون ناوخته پورې ۳۷ زره ځله ټویټ شوی و.

دا کمپاین وروسته تر هغه پيل شو چې فېسبوک د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ملي ټلوېزیون پښتو او دري پاڼې بندې کړې.

د طالبانو ویاندویانو بیا د فېسبوک دا چاره د بیان ازادۍ خلاف ګام بللی او نیوکه یې پرې کړې ده.