ايران: یوې محکمې د یوې ودانۍ د نړېدو په تور ۲۰ تنه مجرم پېژندلي

ايران کې نړېدلې ودانۍ

تېره مې میاشت په ابادان جنوب لویدیځ ښار کې د یوې ودانۍ په نړېدو سره لږ تر لږه ۴۳ کسان ووژل شول.

د می په ۲۳ مه د میټروپول د نیمه تمامې لس پوړیزې ودانۍ د نړېدو پېښه د دې لامل شوه چې خلک د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او پیوستون په هدف قهرجنو مظاهرو باندې لاس پورې کړي او حکومتي چارواکي یې په غفلت او فساد تورن کړل.

د ایران د لوی درستیز مرستیال غلام عباس ترکي نن (د جولای په ۲۱ مه) وویل چې د ابادان ښاري مدیریت چې د میټروپول په پروژه کې یې ۴.۵ سلنه ونډه درلوده، د دې پېښې لویه برخه مسوولیت په غاړه لري.

ترکي دا هم وويل چې د دې ودانۍ د ښاري مديريت او تخنيکي څارونکي هم ملامت دي.

په وروستیو کلونو کې په ایران کې د ودانیو د نړېدو ډېرې پېښې لیدل شوې دي.

کارپوهان تر ډېره د دې پېښو لامل د خوندیتوب د معیارونو نه مراعتول او په ښاري مدیریت کې فساد بولي.

په ۲۰۱۷ کال کې په تهران کې د پلاسکو د ودانۍ د اور لګېدو او د نړېدو له امله ۲۰ تنه ووژل شول.