د افغانستان د فوټبال فدارسیون دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کابل ساحلي فوټبال غوره لیګ سیالیو پرانیستې مراسم د چهارشنبې په ورځ تر سره شو.
دغه فدراسیون ویلي چې ددغو مراسمو په پرانیستې سره لومړۍ لوبه د رامکي او افغان کلپ لوبډلو ترمنځ وشوه چې رامکي لوبډلې ۲-۰ بریا خپله کړه.
په دغو سیالیو کې ۱۰ لوبډلې لوبېږي او ۲۴ ورځې به دوام وکړي.
د دې لوبو هدف ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوي.