زلنسکي پر روسيه د اروپايي ټولنې بنديزونه ناکافي وبلل

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر پر روسیې د اروپايي ټولنې د بندیزونو پر اووم پړاو انتقاد وکړ او ناکافي یې وبلل.

ولودمیر زلنسکي تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: زه په ښکاره خپلو شریکانو ته وایم، چې دغه بندیزونه کافي نه دي.

ولسمشر زلنسکي ویلي روسیه باید په اوکراین کې د خپلې پیل کړې جګړې درنه بیه پرې کړي چې سولې ته مجبوره شي.

پرون تر دې مخکې د اروپايي ټولنې سفیرانو پر اوکراین د یرغل له کبله پر روسیه یو لړ تازه بندیزونه تصویب کړل.

په دغو بندیزونو کې د روسیې د سرو زرو پر وارداتو بندیز او په اروپايي ټولنه کې د روسیې د تر ټولو ستر بانک سبربانک د شتمنیو کنګلېدل شامل دي.