د امريکا دفاع وزير: اوکراين ته د هايمرس توغنديو څلور دستګاوې لېږو

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوئد اسټین

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لوئد اسټین پرون وویل، چې هېواد به یې د هایمرس په نوم د توغندیو څلور پرمختللې دستګاوې اوکراین ته ولېږي.

دا اعلان وروسته له هغې وشو چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل، په اوکراین کې اوس د مسکو پوځي ماموریتونه د اوکراین د ختیځ دونباس له حدود هاخوا مخکې تګ دی.

اسټین په پنټاګون یا دفاع وزارت کې خبریالانو ته وویل، امریکا چې تر اوسه د هایمرس کومې دستګاوې اوکراین ته لېږلي، دغه هېواد ورڅخه ډېر ښه کار اخیستی، چې اغېزې یې د جګړې په میدان کې محسوسې دي.

هایمرس د لیرواټنه توغنديو هغه دستګاوې دي، چې هدف په دقیق ډول ویشتلی شي.