د تهران پولیسو له هغو پولیسو سره د انضباطي چلند خبر ورکړ، چې په وروستیو کې یې یوه نجلۍ د حجاب نه رعایتونو له کبله نیولې ده.
هغه ویډیو چې د پولیسو د یوې ډلې له خوا د دې نجلۍ نیول کېدل ښېي او په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس شوې، د ډېرو کسانو د غوسه ناک عکس العمل سبب شوې ده.
په دې ویډیو کې د نجلۍ مور په ژړا او واویلا سره له پولیسو غواړي چې لور یې خوشې کړي، ځکه چې ناروغه ده.
په ۱۹۷۹م کال په ایران کې تر اسلامي انقلاب وروسته په عام محضر کې تر ۹ کلنو پر لوړ عمرلرونکو نجونو د حجاب اغوستل اجباري شوي، خو زیاتو ایرانۍ ښځو د دې قانون خلاف عمل کړی دی.