وروسته له هغې چې د اوکراین پوځ د اوکراین په جنوب کې د مسکو تر اشغال لاندې پر یوه ستراتیژیک پله د حملې او زیانمنولو لپاره د لویدیځ ساخت عصري وسله وکاروله، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ، چې مسکو د اوکراین په خاوره کې داسې وسلو ته اجازه نه ورکوي، چې د روسیې قلمرو ته څرګند خطر بلل کېږي.
سرګي لاوروف پرون چهارشنبه په مسکو کې د روسیې دولتي ټلویزیون ته وویل: "په هغه ساحه کې چې د اوکراین د ولسمشر زلینسکي یا د هغه د هر ځایناستي په ولکه کې وي داسې وسلو ته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خاورې او هغو جمهوریتونو ته یو څرګند خطر وي چې خپله خپلواکي یې اعلان کړې او غواړي خپله د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي."
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز خبرداری ورکړ، چې په جګړه کې د مسکو جغرافیوي اهداف بدل شوي او اوس تر اعلان شوي هدف هاخوا، یعنې د اوکراین د ختیځ د اشغال هڅه کوي.
روسیې پر اوکراین خپل غیرموجه یرغل د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل کړ، چې لا هم دوام لري.