د ايمرجنسي روغتونو مؤسسه: تېرو درې اوونيو کې مو د ۳۳۰۰ زلزله ځپلو درملنه کړې

د زلزلې په سيمه کې د ټپيانو درملنه

د ایمرجنسي روغتونو موسسه وايي، په تېرو درېیو اوونیو کې یې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یې د ۳۳۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.

دغې ادارې پرون په خپل رسمي ټویټر کې خبر ورکړی، چې دغه کسان د تېرې میاشتې تر زلزلې وروسته تداوي شوي دي.

ایمرجنسي موسسه وايي، دوی اوس هم د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې اغېزمنو شویو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

تېره میاشت په پکتیکا کې د سختې زلزلې له کبله تر ۱۰۰۰ زیات کسان مړه شول، لا هم په ځینو سیمو کې د زلزلې ټکانونه حس کېږي.