طالبانو د بشري حقونو په اړه د يوناما راپور رد کړ

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت یوه ویاند د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما تازه راپور رد کړ.

ذبیح اله مجاهد پرون په یوه صوتي پیغام کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ملي راډیو ټلوېزیون خپور کړی، وویل: "موږ لږ موارد لرو، چې له بده مرغه په ځینو ولسوالیو او کلیو کې د شخصي عقدو او شخصي دښمنیو له مخې ځینې کارونه شوي، چې شمېر یې تر ۱۷ زیات نه دی، هغه موارد هم څېړل شوي دي."

د یوناما د راپور له مخې، د طالبانو د سرپرست حکومت غړیو د اګست له پنځلسمې د جون تر پنځلسمې نېټې پوري د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ چارواکي وژلي او په دې کار سره یې هغه عفوه په دوامداره توګه نه ده عملي کړې چې دوی اعلان کړې وه.

د طالبانو پر سرپرست حکومت انتقادونه شوي چې پر ښځو، نجونو، رسنیو او ځینو اقلیتونو یې فشارونه زیات کړي دي.