د پاسپورټونو په تازه نړیواله درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ تر ټولو د لږ اعتبار لرونکي پاسپورټ په توګه پېژندل شوی او د فهرست په پای کې راغلی دی.
د هنلي شرکت د دې درجه بندۍ له مخې چې پرون خپره شوې، د جاپان پاسپورټ چې لرونکي یې کولی شي د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي، په سر کې راغلی دی.
د افغانستان یو پخواني ډیپلومات غوث جانباز وايي، د اعتبار له مخې د پاسپورټونو درجه بندۍ کې خاص ټکي په پام کې نیول کېږي.
نوموړی وايي: "د هغه هېواد چې پاسپورټ په وروستۍ کرښه کې راغلی، د هغه لپاره یو لړ دلایل دا کېدای شي چې په هغه هېواد کې د امنیت نهشتون، اقتصادي کمزورتیا، بې ثباتي او نور شاخصونه وي."
د تازه درجه بندۍ له مخې تر جاپان وروسته سنګاپور او جنوبي کوریا راغلي او د پاکستان پاسپورټ څلورم بې اعتباره پاسپورټ بلل شوی دی.