په شپږیزه کرکټ لیګ کې نن مس عینک لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه او د سپین غر او کابل لوبډلو ترمنځ لوبه روانه ده.
د نن ورځې لومړۍ لوبه چې د کابل کرکټ په نړۍوال لوبغالي کې وشوه، مس عینک لوبډلې د بند امیر ټول لوبغاړي په ۵۰ منډو اوټ کړل.
د بند امیر یو توپوهونکي هم په نننۍ لوبه کې ونه ځلېد او دې لوبډلې د کم منډو ریکارډ په خپل نوم کړ.
مس عینک لوبډلې د لوبې په اتم اور کې د بند امیر د ۵۰ منډو هدف د ۴ لوبغاړو په اوټ کېدو سره پوره کړ او د مس عینک لوبغاړي میرحمزه چې د بند امیر ۴ لوبغاړي یې اوټ کړي وو، د لوبې غوره لوبغاړی شو.
په دویمه لوبه کې چې د سپین غر او کابل لوبډلو ترمنځ روانه ده، سپین غر پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه چې کابل لوبډلې په شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې.
اوس سپین غر لوبډله توپوهنه کوي.