د مخکیني حکومت په ولسي جرګه کې د هلمند د استازي عبدالودود پوپل کورنۍ وايي د نوموړی د طالبانو له زندانه راخوشې شوی دی.
د ښاغلي پوپل زوی عبدالغفور پوپل ازادي راډیو ته وویل چې پلار يې نن سهار په هلمند کې د طالبانو امنیتي بنسټونو له لوري نیول شوی وو چې اوس مهال په ضمانت راخوشې شوی دی.
نوموړی وايي په پلار يې یو کس د پیسو دعوه کړې وه او د همدغه قضیې لپاره طالبانو بیولی وو.
دی وايي دعوه کوونکي ادعا کوله چې لس کاله وړاندې ترې د دوی په نوم یو بل درېیمګړي کس پیسې اخیستي دي.
د مخکیني حکومت په ولسي جرګه کې د هلمند د استازي عبدالودود پوپل د نیول کېدو په اړه نن سهار خبرونه خپاره شول چې په ټولنيزو شبکو يې ګڼ غبرګونونه راوپارول.
هڅه مو وکړه په دې اړه د هلمند د امنیتي بنسټونو نظر هم واخلو خو ونه توانېدو.