جو بايډن په نورو هېوادونو کې د امريکايي وګړو د نيولو مخنيوي فرمان لاسليک کړ

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن هغه اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې په نورو هېوادو کې په غیرقانوني ډول د امریکايي وګړو د نیولو او هغو ته سزا ورکولو مخه نیسي.

د دې فرمان تر توشېح کېدو مخکې یوه جګپوړي امریکايي چارواکي په ټليفوني خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل دا فرمان د متحدو ایالتونو دولتي ادارو ته صلاحیت ورکوي چې پر هغوی چې امریکايان په غیرقانوني ډول نیسي، بندیزونه ولګوي او نور تدابیر ونیسي.

دا اقدام په روسیه کې د څو امریکايي وګړو له نیول کېدو وروسته کېږي.

په دې ډله کې د امریکا د باسکټبال نامتو لوبغاړې بریتني ګرینز Brittney Griner هم شامله ده چې په فبروري میاشت کې د مسکو په هوايي ډګر کې ونیول شوه.

روسي چارواکو وویل چې د نوموړې په بکس کې یې د چرسو غوړي موندلي دي.