د طالبانو د حکومت په مشرۍ د افغانستان بانک غواړي ۱۲ میلیونه ډالره د لیلام په بڼه وپلوري.
دغه بانک په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دا کار به دوی د سې شنبه په ورځ وکړي.
یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافیانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.
د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک ویلي، د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې یاد بانک پرون هم ۱۲ میلیونه ډالرو لیلام کړي وو.
سره له دې، چې د طالبانو د حکومت په مشرۍ د افغانستان بانک د دې موخه د ډالرو، خوراکي او نفتي موادو د نرخونو کنټرول ښودلی خو د ورستیو راپورنو پر بنسټ اوس مهال په افغانستان کې یو لېټر پېټرول په ۹۰ افغانۍ او یو لېټر ډیزل په ۱۲۷ افغانۍ پلورل کېږي.
دغه شان د خوراکي موادو بیې هم لوړې شوې دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې همدا تېره اوونۍ، په خپل راپور کې له یو شمېر هغو افغانانو سره خبرې کړي چې کم عاید لري، د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي ځورېږي او د رانیولو توان یې نه لري.