روسيه: د يو هيليکوپټر د سقوط پېښه کې درې کسان مړه شوي

ارشيف - روسيه کې د يوې هيليکوپټرې سقوط

د روسيې چارواکو د دې هېواد په لیرې پرته ختیځه ټاپووزمه کمچتکا کې د یوه هیلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د دریو کسانو د مړینې خبر ورکړی.

چارواکو ویلي دي چې د دې هیلیکوپټر سوځېدلې ټوټې یې پرون د اوسون په اور غورځوونکې ساحه کې موندلې دي.

سيمه‌يیزو رسنیو راپور ورکړی چې دا هیلیکوپټر د یو ډول ژمنیو لوبو د نړیوال اتل ایګور مالینوفسکي د پلار د خصوصي شرکت اړونده وه.

د نوموړي کورنۍ تایید کړې ده چې ایګور مالینوفسکي د پېښې د مړو په ډله کې دی.

چارواکو د شنبې په ورځ د بدې هوا له کبله د دې هیلیکوپټر د تري تم کېدو خبر ورکړی و.