د بنګله دیش پیاوړي توپ وهونکي تمیم اقبال له شل اوریزو لوبو استعفا وکړه

تمیم اقبال

د بنګله دیش پیاوړي توپ وهونکي تمیم اقبال له شل اوریزو نړیوالو لوبو استعفا وکړه.

د کرکټ نړېوالې شورا په خپل رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، چې اقبال له هغې وروسته استعفا ورکړه چې له هندوستان نه یې د پنځوس اوریزو لوبلړۍ ۳-۰ وګټله.

له دې وړاندې تمیم اقبال هم په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي و، چې له هندوستان نه تر بریا وروسته له شل اوریزو نړیوالو لوبو استعفا کړې.

اقبال په ۲۰۰۷ کال کې د بنګله دیش ملي لوبډلې ته راغی او په دومره موده کې یې یوازې په شل اوریزه فارمټ کې په ۷۴ لوبو کې ۱۷۰۱ منډې جوړې کړي.